BBC
 شاته

امریکا او برتانیا د اشرف غني د لوړې مراسمو ځنډولو هرکلی کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوېلي اسیا په چارو کې د برتانیا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال لارد طارق احمد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا هېواد تېره اونۍ د افغانستان د ټاکنو کمېسیون له خوا د ټاکنو د پایلو له اعلانه خبر شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د مارچ تر نهمې، د محمد اشرف غني د لومړې مراسمو د ځنډولو تر اعلان وروسته، امریکا او بیا برتانیا د لوړې د مراسمو د ځنډولو هرکلی کړی.

د سوېلي اسیا په چارو کې د برتانیا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال لارد طارق احمد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا هېواد تېره اونۍ د افغانستان د ټاکنو کمېسیون له خوا د ټاکنو د پایلو له اعلانه خبر شو.

ښاغلي احمد په تېرو ټاکنو کې د افغانانو ونډه او د امنیتي ځواکونو له خوا د امنیت ټینګول ستایلي او وايي چې برتانیا د افغان دولت ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي، د ټاکنیز بهیر په تړاو اندېښنې باید له قانوني لارو وارزول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "افغان مشران باید خپل سیاسي اختلافونه په سوله ییز ډول حل کړي او هر هغه فعالیت پرېږدي چې د اختلاف لامل ګرځي... اوس وخت رارسېدلی چې ټول سره یو موټی شي او د سولې لپاره چمتووالی ونیسي."

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له پراخو او هر اړخیزو کورنیو او بهرنیو سلامشورو وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم، چې په پام کې وه، د کب پر ۸مه ترسره شي، د کب تر ۱۹، یعنی د مارچ میاشتې تر نهمې نېټې پورې وځنډول شول.

د انځور حقوق Arg
Image caption زلمي خلیلزاد ویلي، غني او نور افغان سیاست وال دې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې د ټولو افغانان هیلو ته ځواب وویلی شي.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، د لوړې د مراسمو ځنډېدو په تړاو د هېواد له سیاستوالو، قومي مشرانو او د افغانستان له نړیوالو شریکانو سره هر اړخیزه مشورې شوې دي.

د ویناپاڼې له مخې، "د کورونا ویروس د خپرېدو اوازې، د بهرنیو، لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت کمی او مراسمو لپاره د لا ډېر تخنیکي چمتوالي اړتیا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي."

په ورته وخت کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې ویلي، د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې پای ته رسېدلې دي او محمد اشرف غني دې د اعلان شوي ګټونکی په توګه له نورو افغان سیاستوالو سره یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې د ټولو افغانانو هیلو ته ځواب وویلی شي.

خلیلزاد هم اشاره کړې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ځنډېدل تائید کړي. د نوموړي په وینا، دا ګام به په نوي حکومت کې د افغانانو د ګټو د خوندي کولو په اړه بحثونو ته اړین وخت ورکړي.

د انځور حقوق ABDULLAH FACEBOOK
Image caption عبدالله عبدالله د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې ونه منلې او د خپل حکومت جوړولو اعلان یې وکړ

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلو د ټاکنو له ورځې نږدې پنځه میاشتې وروسته، یوه اونۍ وړاندې اعلان شوې. د دې پایلو له مخې ولسمشر اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی اعلان شو.

د دې پایلو له مخې عبد الله عبد الله ۳۹،۵۲ سلنه رایې خپلې کړې، خو ښاغلي عبد الله دا پایلې ونه منلې او ادعا یې وکړه چې دی بریالی دی او د خپل حکومت به رامنځته کوي.

عبد الله چې لا هم په حکومت کې اجرائیه مشر دی د څو ولایتونو لپاره له خپل لوري والیان هم معرفي کړل.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ښاغلي غني د لوړې مراسم ترسره کیږي. د عبدالله عبدالله پلویانو هم پر همدې ورځ د هغه د لوړې مراسمو خبره کړې وه.