روغتیا نړیوال سازمان: کورونا وېروس په "نړیوالې وبا" بدلېدلی شي
د روغتیا نړېوال سازمان خبر داری ورکړی چې نړۍ باید د کورونا وېروس د احتمالي وبا سره د مقابلې لپاره لاس په کار شي. یادې ادارې ویلي، لا ډېر و ختي دی چې د کورونا وېروس دې "نړواله وبا" وبلل شي خو هېوادونه باید " چمتووالي پړاو کې" اوسي.
یوې ساري ناروغۍ ته هغه وخت نړېواله وبا ویل کېدای شي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په اسانۍ له یوه انسانه بل ته ولیږدي.
د کووېډ-۱۹ وېروس چې تنفسي ناروغي رامنځته کوي، هره ورځ یې نوې مثبتې پېښې رامنځته کیږي چې له چین وروسته اوس په سویلي کوریا، ایټالیا او ایران کې هم د اندېښنې وړ بلل شوي دي.
پر کورونا یا کووېډ-۱۹ وېروس د اخته کسانو ډېر شمېر په چین کې دي، چې د دې ناروغۍ مرکز بلل کېږي. هلته شاوخوا ۷۷ زره تنه پرې اخته شوي او نږدې دوه زره او ۶۰۰ یې له امله مړه شوي دي. خو اوس په دغه هېواد کې د نویو مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی.
له چینه بهر په نورو شاوخوا دېرشو هېوادونو کې څه باندې یو زر او ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له امله یې له شلو زیات کسان مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم د کورونا وېروس لومړۍ مثبته پېښه نن ( دوشنبه فبرورۍ ۲۴) په هرات کې ثبت شوه.
د افغانستان په ګاونډ ایران کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۶۱ او د مړو شمېر ۱۲ تنه ښودل شوی دی. له وړاندې رپوټونه وو چې په ایران کې د کورونا وېروس له امله پنځوس تنه مړه شوي دي، خو ځايي چارواکو دا خبر رد کړ او یوازې د دولسو تنو د مړینې خبره یې تایید کړه.
- د کورونا لومړنۍ پېښه؛ هرات کې بیړنۍ روغتیايي حالت اعلان شو
- کورونا ویروس: چین کې د میندوارې نرسې ویډیو جنجال جوړ کړی
- کورونا ویروس له بدن سره څه کوي؟
بل لورته د کورونا وېروس په تړاو اندېښنو د نړۍ د ونډو په بازارونو کې بیې را غورځولې دي.
د کورونا وېروس له امله چین د خلکو د ملي کانګرس کلنۍ غونډه ځنډولې، چې په پام کې وه راتلونکې میاشت جوړه شي. چارواکو ویلي دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې د کورونا وېروس د مخنیوي هلې ځلې ټکنۍ نه شي.