شاته

میلر: ټول اړخونه باید د تاوتریخوالي کمېدو مسؤلیتونو ته پابند پاتې شي

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، د تاوتریخوالي کمولو موده کې ټول اړخونه باید خپل مسؤلیتونه په ښه توګه تر سره کړي.

په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې په اساس د تېرې شپې ۱۲ بجو راهیسې د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي کمولو بهیر پیل شو.

سکاټ میلر نن شنبه فبروري۲۲مه په کابل کې د افغانستان دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو سره یو ځای خبریالانو ته وویل چې ناټو او افغان ځواکونو خپل تهاجمي عملیات درولي او دفاع حالت یې نیولی دی.

هغه د تاوتریخوالي کمول یو ښه موقع وبلله او ټینګار وکړ چې ټولې خواوي باید په دې موده کې خپل مسؤلیتونه په ښه ډول تر سره کړي.

جنرال میلر همدارنګه زیاته کړه چې وسله وال طالبان هم باید خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ادا کړي.

سکاټ میلر زیاته کړه:ژ "نن د تاوتریخوالي کمولو د ازمایښتي دورې د پیل لومړۍ ورځ ده، ټولو خواو موافقه کړې ده، چې دې سره به تاوتریخوالی کموي. زه په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په استازیتوب دا ډاډ درکوم چې د تاوتریخوالي کمولو په موده کې به موږ خپل مسولیتونه په جدي توګه تر سره کوو."

میلر همدارنګه تمه وښودله چې د تاوتریخوالي موده نوره هم وغځول شي او اوږدمهاله اوربند او سولې ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم وویل چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت دي او زیاته یې کړه چې د سوق ګډ مرکز جوړ شوی او د تاوتریخوالي له کمښت څخه څارنه کیږي.

د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم وویل چې په تېرو ۱۲ ساعتونو کې په تاوتریخوالي کې کمښت لیدل شوی دی.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپل ټوېټر لیکلي چې دا عام اوربند نه دی بلکې د توافقنامې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضاء په برابرولو کې د ټولو ولایاتو مرکزونه د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنیوقواو مرکزونه شامل دي.

نوموړي زیاته کړې"له دې علاوه، د مجاهدینو هر ډز اوبرید باید تخطي ونه بلل شي. دا عام اوربند نه دی."