BBC
 شاته

کورونا ویروس له بدن سره څه کوي؟

د انځور حقوق Getty Images

د کورونا - کووید-۱۹ نوي ویروس پر وړاندې د ډاکټرانو مبارزه له نه پېژندونکو څیزونو سره وه. دا ویروس پر بدن څنګه برید کوي؟ لاملونه یې څه دي؟ څومره کسان ښايي ترې شدید ناروغان شي او یا هم خپل ژوند وبایلي؟ درملنه یې څه ده؟

ډاکټرانو د چین په وهان کې هغه څېړنې چې په لومړي سر کې یې کړي، دې پوښتونو ته یې د ځواب موندلو هڅه کړې.

ددې ناروغي نښې کمزوري دي

په چین کې د ناروغیو د څارنې او پاملرنې مرکز په دې ناروغۍ له ۴۴ زرو زیات اخته کسان څېړلي او پایلې یې په راپور کې خپرې کړې دي.

د دې راپور پر بنسټ:

د دې ناروغۍ نښې ۸۱ سلنه تتې دي

۱۴ سلنه یې د جدي نښو درلودونکي دي

۵ سلنه نورو کې بیا د ناروغ حالت د اندېښنې وړ وي

د هغو لومړنيو راپورونو پرخلاف چې ښودل یې: ډېری سړي په دې ناروغۍ اخته کېږي، دا راپور وايي، د ښځو او سړو ترمنځ توپیر نه لیدل کېږي.

تبه او پر سږو یې برید

دا ویروس چې د (SARS-CoV- ۲) په نامه هم یادېږي، د پزې له بندېدو پیلېږي او په سږو کې ستونزه د سا اخېستو مشکل ډېروي.

تبه، ستوماني او په پرله پسې وچ ټوخی د دې ناروغۍ نښې دي چې روغتون کې بستر شوي دي.

خو د وهان ژونګنان پوهنتون په روغتون او جینینتان روغتون کې مېشت د ډاکټرانو ډله وايي، دا ډول نښې په ټولو ناروغانو کې نه لیدل کېږي.

د انځور حقوق Getty

نورو نښو ته هم اشاره کولی شو:

  • ۳۱ سلنه یې سالنډي درلوده
  • ۱۱سلنه یې ځان دردي درلوده
  • ۹ سلنه یې ګنګس ول
  • ۸ سلنه یې د ستوني په درد اخته وو
  • ۵ سلنه یې د ستونې درد لاره

دا ناروغي په سینه بغل- د سږو په میکروبي کېدو بدلېدای شي او همدارنګه هوايي کڅوړې اوبه نیسي او په پای کې د سږو د فلجېدو لامل هم کېږي.

خو په دې راپور کې یوازې هغه څه شامل دي چې ناروغ یې له امله په روغتون کې بستر وي، د دې ناروغۍ ډېرې تتې نښې لا نه دي کشف شوي او لا پاتې.

لومړی مړینه یې

د هغې مقالې پر بنسټ چې د "لانست" په روغتیايي مجله کې خپره شوې، لومړني دوه ناروغان چې د جینینتان په روغتون کې مړه شوي وو، په ښکاره روغ وو، دوی له کلونو راهیسې سګریټ څکول او همدا یې لامل شو چې سږي یې کمزوري وو.

د چین د ناروغیو د څار او پاملرنې مرکز په وینا، په دې ناروغۍ د اخته ناروغانو له ډلې تر نیمايي لږ یې ۵۰ کلونه عمرونه لرل.

د انځور حقوق AFP

لومړی ناروغ ۶۱ کلن سړی و، دی روغتون ته په ننوتو په شدید سینه او بغل اخته و.

نوموړي شدیده تنفسي ناروغي لرله، یعنې سږو یې نشو کولی لازم اکسیجن چې بدن یې ورته اړتیا لرله، راکاږي.

بالاخره مصنوعي تنفسي الې هم کار پرېښود او زړه یې د کمزورو سږو له امله کاره ولوېد. نوموړي ۱۱ ورځې په بستر کې تېرې کړې او بیا ومړ.

دویم ناروغ چې ۶۹ کلن سړی و، له تنفسي ناروغی کړېده. ډاکټرانو کوښښ کاوه چې نوموړي ته مصنوعي سږی ولګوي خو دې هم بسنه ونه کړه او پای کې یې د وینې فشار ښکته او وروسته د سینه بغل له امله مړ شو. ښايي د ډېر عمر لرونکو خلکو مړینه زیاته وي.

د ډېر عمر لرونکو کسانو د مړینې احتمال ډېر دی

د دې ناروغۍ له کبله د مړینې شمېرې هره ورځ اعلانېږي.

د انځور حقوق AFP

خو وروسته ژر د مړینې کچه ډېره شوه:

  • ۱.۳ سلنې یې پنځوس او یا لوړ عمرونه لرل
  • ۳.۶ سلنې یې شپېته او یا لوړ عمرونه لرل
  • ۸ سلنې یې اویا یا لوړ عمرونه لرل
  • ۱۵ سلنې یې تر اتیا ډېر عمر درلود

په هغو ناروغانو کې یې مړینه یوازې صفر اعشاریه ۹ سلنه وه، چې نورې ستونزې یې نه لرلې.