شاته

مالی فیلد: امریکا او طالبان د تشدد په کموالي موافقې ته رسیدلي

زموږ لومړیتوب سوله ده او موږ په دې باوریو چی د زیاترو افغانانو به هم همدا لومړیتوب وي چی سوله راولو.

د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مرستیاله میرمن مالي فیلد وايي د ولسمشر په توګه د غني بیا ځلي ټاکل کیدل او له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو پر سر موافقې ته رسیدل دوه مهم پرمختګونه دي.

میرمن فیلد په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انستیتوت کې د سولې د مذاکراتو پر څرنگوالي، بریالیتوب او احتمالي ستونزو خبرې کړې دي.

نسیم ستانیزي دې غونډې ته تللی او دا رپوټ یې پرې جوړ کړی دی:

د تشدد کمول
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

سفیره مالی فیلد وايي مهمه داده چی د ا مریکا او طالبانو ترمنځ تړون به د افغاانستان د حکومت، طالبانو او د افغانستان د مهمو مشرانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره دروازه پرانیزي.

د هغې په وینا "په دغو خبرو کې به افغانان د خپل هېواد لپاره آینده سیاسی ستونزې اوارې کړي."