BBC
 شاته

"د نړۍ هر ماشوم د بقا له ګواښ سره مخ دی"

ماشوم د انځور حقوق Getty Images

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په نړۍ کې یو هېواد هم ماشوم ته د سالمې لويېدنې او مناسب چاپېریال برابرولو پر امکاناتو کار نه کوي.

کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې چې له یوې خوا اقلیمي بدلون او بل لور ته د غیر صحي خوراکونو دود کېدل، ماشومان په خطر کې اچوي.

د روغتیا نړیوال سازمان، د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسف او د لانست کمیسیون له خوا چمتو شوي رپوټ کې ۱۸۰ هېوادونه داسې ارزول شوي چې شونې ده ماشوم په کې وده وکړي. دغه سازمانونو روغتیا او د ښه ژوندانه فکتورونه لکه زدکړه، خوراک او د ماشومانو د مړینې شمېرې هم په پام کې نیولې دي.

برتانیا په لومړیو لسو هېوادونو کې راغلې ده چې په نړۍ کې په ټوله کې د ماشومانو روغتیا او ښه ژوندانه ته یې پام اړولی دی. خو د هغوی پر راتلونکې د کار کولو په برخه کې شاته پاتې ده.

په ارزونه کې ماشومانو ته په سر کې ۱۰ تر ټولو ښه هېوادونه ناروې، د کوریا جمهوریت، هالنډ، فرانسه، آیرلند، ډنمارک، جاپان، بلجیم، آیسلنډ او برتانیا دي، او تر ټولو نامناسبه لسو هېوادونو کې افغانستان هم راځي خو له ښکته خوا څخه لسم ځای لري.

لومړی د مرکزي افریقا جمهوریت دی، بیا ورپسې چاد، سومالیا، نایجر، مالي، ګیني، نایجیریا، جنوبي سوډان، سییرا لیون او ورپسې افغانستان دی.

د انځور حقوق Getty Images

د هېوادونو ارزونه پر دې معیار هم شوې وه چې څومره کاربن هوا ته ایله کوي.

د ماشومانو روغتیا نژدې ۴۰ کارپوهانو خبرداری ورکړی چې که د نړۍ حکومتونه کوټلي ګامونه اوچت نه کړي، د تېرو دوو لسیزو پرمختګ به هېڅ شي.

د نیوزیلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیرې هېلن کلارک چې د کمېسیون مشري کولي ویلي، په ټوله نړۍ کې هر یو ماشوم د اقلیمي بدلون او سوداګریزو فشارونو له امله د بقا له ګواښ سره مخ دی.