شاته

ټرمپ: د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافق فرصت شته

په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ یوې هوکړې ته په نژدې کېدو سره د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، له طالبانو سره خبرې روانې دي وبه ګوري چې څه پېښېدای شي.

ښاغلي ټرمپ تېره ورځ« فبرورۍ ۱۸مه» په اندریو هوايي اډه کې خبریالانو سره خبرو کې له طالبانو سره روان مذاکرات د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره یو فرصت وباله.

نوموړي یاته کړې: "موږ له طالبانو سره مذاکرات کوو، موږ له څه مودې راپدېخوا له هغوی سره خبرو کې یو، موږ به وګورو چې څه پېښږي، دا د توافق رامنځته کېدو لپاره یو فرصت دی."

تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي وو چې د تاوتریخوالي کمولو په اړه امریکايي او طالب استازي یوې هوکړې ته رسېدلي دي چې ډېر ژر به لاسلیک شي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان جګړه ګټلی شي، خو نه غواړي چې میلیونونه خلک ووژل شي.

ښاغلي ټرمپ ویلي: "دا چې په افغانستان کې له تېرو ۱۹ کلونو راپدېخوا جګړه کې یو باید یو څه وکړو، موږ په تدریجي ډول خپل سرتیري کم کړي دي، موږ په اسانۍ سره جګړه پای ته رسولی شو. موږ نه غواړو چې میلیونونه کسان ووژل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا مهال په کابل کې دی چې ټاکل شوې له افغان چارواکو سره هم پر افغان سولې وغږیږي.

پر همدې مهال د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د پرمختګونو هرکلی کوي، خو هیله یې وښودل چې د یادې توافقنامې په لاسلیک سره بین الافغاني خبرو ته هم زمینه برابره شي.

هغه په کابل کې یوې غونډې ته وینا کې پر ټول شموله مذاکراتي ټېم سره په ټینګار وویل، چې د سولې خبرې باید افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت تر سره شي.