جاپان کې له سیاحتي بېړۍ د ځینو قرنطین شویو مساپرو ایستل پیل شول
جاپاني چارواکو د دغه هېواد په یوه بندر کې د قرنطین شوې بېړۍ هغو مسافرانو ته د تلو اجازه ورکړې چې د کورونا ویروس بېلګې په کې نه دي لیدل شوي.
په بېړۍ کې ټول ۳۷۰۰ کسان سپاره دي چې له ډلې یې په څه له پاسه ۵۰۰ کسان په کورونا ویروس اخته دي. دغه بېړۍ چې د بېلابېلو هېوادونو وګړي پکې سپاره دي، تېره میاشت له چین څخه د جاپان یوه سمندري بندر ته رسېدلې وه.
دا بېړۍ شاوخوا ۱۴ ورځې قرنطین شوې وه.
د چین د رسمي شمېرو له مخې، هلته خپاره شوي کورونا (کووید -۱۹) ویروس تر اوسه ۲۰۰۴ کسان وژلي او په دې هېواد کې ۴۷ زره او ۱۸۵ نور کسان اخته شوي.
- اپل شرکت: کورونا ویروس د ایفون خرڅلاو هم اغېزمنوي
- کورونا ویروس: دوه خبریالان څنګه لادرکه شول؟
- چینایي چارواکي: د کورونا وېروس مثبتې پېښې په کمېدو دي
له چین بهر هم کابو ۷۰۰ کسان پرې اخته شوي. هانګ کانګ ویلي، هلته په کورونا ویروس دویم اخته شوي کس سا ورکړې ده.
فرانسه، جاپان، فیلیپین او ټایوان کې هم یو - یو کس پرې اخته شوی دی.
د یادې بېړۍ یوازې هغو مساپرو ته له بېړۍ د وتلو اجازه ورکول کېږي، چې د ویروس ازموینې پایله په کې منفي وي، یعنې د ویروس نښې په کې نه وي.
جاپاني رسنیو د روغتیايي چارواکو له خولې ویلي، له بېړۍ د مساپرو د وتلو بهیر به څو ورځې روان وي، خو اټکل دی چې د چارشنبې به ورځ کابو ۵۰۰ کسان ترې ووځي.
د سې شنبې په ورځ، جاپاني چارواکو ویلي وو، د بېړۍ ۸۸ نورو مساپرو کې د کورونا ویروس نښې موندل شوي، چې پرې د اخته ټول ټال کسانو شمېر ۵۴۲ ته رسېدلی دی.