اردوګان په اېف اې ټي اېف موضوع کې پاکستان ته د ملاتړ ډاډ ورکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د پاکستاني پارلمان دواړو جرګو ګډې غونډې ته وینا کې د دغه هېواد چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې د مالي عمل کارځواک یا اېف اې ټي اېف موضوع کې به بشپړه مرسته ورسره کوي.
نوموړی وايي، د ماضي په څېر به راتلونکي کې هم د پاکستان بشپړ ملاتړ وکړي. ښاغلی اردوګان وايي:
''د اېف اې ټي اېف غونډو کې پر پاکستان د سیاسي فشار پر ځای د پاکستان د بشپړ ملاتړ ډاډ درکوم. ''
ښاغلی اردوګان د پنجشنبې پر ورځ د دوې ورځني رسمي سفر له پاره پاکستان ته ورسېد.
''سعودي عرب پر پاکستان هېڅ فشار نه دی راوړی''
پاکستان به خړ نوملړ کې پاتې شي؟
د پارلمان په دغه غونډه کې د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د پاکستان ملي اسمبلۍ د دواړو جرګو مشرانو، بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشرانو هم ګډون درلود.
نوموړي د جمعې ورځې په دغه وینا کې وویل، ''هغسې چې ترکیه له نژدې دریو لسیزو راهیسې د پي کي کي او فیتو په څېر تنظیمونو د توند لارۍ ښکار ده، پاکستان هم د سخت دریځو له فعالیتونو سخت زیانونه لیدلي. ''
نوموړي وویل، د پاکستان له ستونزو خبر دی:
''موږ به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپلې مرستې روانې وساتو او د توندلارۍ خلاف د پاکستان د بریالیتوبونو او قربانیو ستاینه کوو. ''
ولسمشر اردګان په ترکیې کې د بغاوت په ناکامۍ کې د پاکستاني ملاتړ مننه وکړه:
''دا داسې ده لکه پاکستان چې د ترکیې د خپلواکۍ له مبارزې وروسته دویم ځل د نجات په جګړه کې هم زموږ ملاتړ کړی. ''
د ولسمشر اردوګان په وینا له سخت دریځۍ سره مبارزه کې هم ترکیې د پاکستان ملاتړ له ځان سره درلود. د نوموړي په وینا په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول له برید وروسته ترکیه کې یوه ورځ ویر اعلان شو.
ښاغلي اردګان په خپله وینا کې د کشمیر موضوع یادونه هم وکړه او په وینا یې:
''د هند یو اړخیزو اقداماتو له کبله د کشمیري وروڼو ستونزې ډېرې شوې، خو د کشمیر موضوع د جبري پالیسیو پر ځای د انصاف له لارې حل کېدای شي. ''
نوموړي د دغې موضوع پر سوله ییز حل د ټینګار تر څنګ د منځني ختیځ لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د پلان یادوونه هم وکړه:
''دا د سولې پلان نه دی، بلکې د ولکه کولو یو پلان دی. ''
د نوموړي په وینا د پاکستان حکومت مثبتو اقداماتو له کبله د پانګونې او سوداګرۍ لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کېږي، خو په وینا یې اقتصادي پرمختګ په څو ورځو کې نه ترلاسه کېږي، بلکې پرلپسې مبارزه غواړي.
ښاغلی اردوګان وايي:
''د پاکستان او ترکیې دوستي د ګټو پر ځای د عشق او مینې پر بنسټ ولاړه ده. ''