شاته

پوهنې سره د عامو افغانانو د څه باندې یو میلیون کتابونو مرسته

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د روان ۱۳۹۸ ښوونیز کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله بېلابېلو بنسټونو له دغه وزارت سره د څه باندې یو میلیون کتابونو مرسته کړې ده.

د پوهنې وزارت د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې پر ۹مه) ویلي دغه کتابونه چې شمېر یې یو میلیون ۲۶۰زره او ۱۹۲ ټوکه دي ۹۰ سلنه یې درسي کتابونه دي.

دا کتابونه د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د پوهنې وزارت او مدني ټولنو بنسټونو لخوا د یو کمپاین پر مهال راټول شوي دي.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي: "دا کتابونه د افغانستان په ۳۰ ولایتونو (کابل، کندهار، فراه، کابل، خوست، کاپیسا، تخار، ارزګان، جوزجان، لغمان، پنجشیر، کندز، بغلان، هرات، سمنګان، لوګر، بلخ، ننګرهار، هلمند، بدخشان، پروان، بادغیس، نیمروز، دایکندي، پکتیکا، کونړ، غور، زابل، بامیان، فاریاب او میدان وردک) کې له ښوونځیو سره مرسته شوي دي."

پوهنې وزارت وايي، د یادو کتابونو ۴۳ سلنه د ۱۷ موسسو، ۳۰سلنه د پوهنې وزارت د کارکوونکو له لوري، ۲۱ سلنه د خلکو، ۶سلنه د مدني ټولنو، ملي سوداګرو لخوا راټول شوي دي.

یاد وزارت وايي چې دغه کتابونه زده کوونکو ته وېشل شوي دي.

د افغانستان په ښوونځیو کې د درسي کتابونو کمښت لا هم یوه جدي ستونزه ده.