شاته

'د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نیول شوی'

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وايي، د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان پولیسو نیولی دی.

داوړ نن دوشنبه د «جنورۍ پر ۲۷مه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې ښاغلی پښتین تېره شپه د پېښور په تهکال کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

نوموړي ویلي: "دا په سوله ایزه او دموکراتیکه توګه د خپلو حقونو غوښتلو لپاره زموږ سزا ده."

داوړ ویلي چې د منظور پښتین نیول کېدل به د دغه غورځنګ د غړو هوډ نور هم پیاوړی کړي.

هغه د منظور پښتین د ژر تر ژره خوشي کېدوغوښتنه کړې ده.

د پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

تر دې مخکې د محسن داوړ او علي وزیر په ګډون د دغه غورځنګ نور غړي هم د پاکستان د حکومت لخوا نیول شوي و چې بېرته خوشي کړای شول.