BBC
 شاته

تازه نظر پوښتنه: د جگړې يوازينى حل سياسي هوکړه ده

دا نظر پوښتنه د سولې او جګړې څېړنیز مرکز له خوا شوې چې څه باندې پنځه زره کسانو په کې برخه اخستې ده. ۶۵ سلنه ګډونوالو ویلي د سولې لپاره روانې هلې ځلې دې د حکومت تر څار او مشرۍ لاندې وشي، خو ۲۱ سلنه ګډونوال بيا په دې باور و چې له حکومتي اډانې د باندې نورې سیاسۍ کړۍ دې د سولې چارو مشري وکړي.