شاته

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه تصویب کړه

د افغانستان ولسي جرګې نن چهارشنبه د «سلواغې پر ۲مه» پخپلې عمومي غونډه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۱۷۱ وکیلانو حضور درلود او بودجه د ۱۰۱ وکیلانو د تائید رایو په تر لاسه کولو سره تصویب شوه.

د افغانستان د مالې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ اشنا ته وویل چې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه ټول ټال ۴۲۸ میلیارډه افغانۍ ده چې ۱۳۹ میلیارډه یې پراختیايي او پاتې ۲۸۹میلیارډه یې عادي یا عملیاتي بودیجه ده.

هغه زیاته کړه: "خوشحاله یو چې پر وخت باندې دغه بودیجه تصویب شوه، ترڅو موږ پخپله پراختیايي بودیجه پر وخت سره شروع کړو او الحمدالله د مامورینو معاشاتو په ورکولو کې هم له کوم مشکل سره مخامخ نشو."

نوموړي زیاته کړه چې یادې بودجې ۴۸ سلنه د افغانستان له داخلي منابعو او پاتې ۴۷ سلنه یې د نړیوالو مرستو باندې ولاړه ده.

د یادې بودیجې ۴۱سلنه د افغانستان د امنیتي سکټور لپاره په نظر کې نیول شوې ده.

تر دې مخکې د ولسي جرګې غړي د یادې بودیجې د طرحې په اړه د ولایتونو ترمنځ د توازن د نه مراعتولو په اړه د نظر اختلاف درلود او په یاده بودیجه کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.

افغانستان کې د تیرو څو کلونو راهیسې نوی مالي کال د مرغومې په یوولسمه پیلیږي.

د افغانستان ۱۳۹۸مالي کال بودجه په مجموعي ډول ۳۹۹ میلیارده افغانۍ وه چې ۲۷۵ میلیارده يي عادي او پاتې نور پراختیایي بودیجه وه.

د افغانستان د جمهوري ریاست د اعلامیې له‌مخې ولسمشر غني چې دا مهال په سویس کې دی د یادې بودیجې د تصویب له امله یې له ولسي جرګې څخه مننه کړې ده.

هغه پر وخت د حکومتي پلانونو د عملي کولو په برخه کې د یادې بودیجې تصویبول مهم بللي دي.