شاته

کندز کې جګړه شوې اوه پولیس او لس طالبان وژل شوي- چارواکي

په کندز کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د پنجشنبې په شپه (جنوري۱۵) د خان اباد ولسوالۍ د ګودام په سیمه کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی.

د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وايي چې په دغې جګړې کې اوه افغان پولیس او لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندوز خلک وايي چې له تیرو دوه میاشتو راپه دیخوا یو ځل بیا دغه ولایت ناامنه شوی دی، په ښار کې وسله وال کسان په رڼا ورځ دوکانونه لوټي او هدفي وژنې کوي.

د کندوز خان اباد ترمنځ غځیدلی سرک هم د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دی، د دغې لارې د شاوخوا کلیو اوسیدونکي وايي چې وسله وال طالبان په دغه لار کې موټرې تالاشي کوي او ځینې وخت خلک کوزوي.

څو ورځې وړاندې په کندوز کې دوکاندارانو په دې خاطر مظاهره کړې وه چې وسله والو یې په رڼا ورځ له دوکانونو پيسې وړې وې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.