شاته

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر اوسه څه کړي؟

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلې له اعلان وروسته، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د خپل کار سختې ورځې پیل کړې.

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلې له اعلان وروسته، د جدي میاشتې په دوهمه نېټه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له‌خوا د شکایتونو د ثبت بهیر پیل شو.

د قانون پر بنسټ، په درې ورځو کې ټاکنیزو ډلو ۱۶۵۵۱ شکایتونه ثبت کړل چې تر ټولو ډېر یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې له‌خوا و.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې د جدي میاشتې په پنځمه نېټه د ثبت شویو شکایتونو د شمېر په اړه وویل: "نږدې ۸ زره شکایتونه د ثبات او ‌همپالنې ټاکنیزې ډلې، نږدې ۴۴۰۰ شکایتونه د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې، له ۳ زره ډېر شکایتونه د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم او ۱۵ شکایتونه د امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې ثبت کړي دي."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);
  • په ولایتونو کې د شکایتونو څېړنه

د جدي په ۶مه نېټه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونو د شکایتونو د تصنیف‌بندۍ، څېړنې او په اړه‌یې د پرېکړې کولو بهیر پیل کړ.

ننګرهار، کابل، پکتیا او کندهار هغه ولایتونه و چې تر ټولو ډېر شمېر شکایتونه په‌کې ثبت شوي و، خو جوزجان، دایکنډي، بامیان او سرپل هغه ولایتونه و چې په‌کې د ثبت شویو شکایتونو شمېر ډېر کم و.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شکایتونو شمېر ته په کتو په لومړیو کې اندېښنه وښوده چې کېدای شي، دا بهیر په یو شمېر ولایتونو کې په خپل وخت پای ته ونه‌رسېږي.

د دې کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې د جدي میاشتې په ۱۵مه نېټه په ولایتونو کې د دې پروسې د اوږېدو احتمال تأیید کړ.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې

هغې وویل: "قانون په ولایتونو کې شکایتونو ته د رسېدنې لپاره موږ ته ۱۵ ورځې وخت راکړی، خو یو شمېر هغه ولایتونه چې شکایتونه په‌کې ډېر دي، کېدای شي یو یا هم دوه ورځې په‌کې زموږ کار اوږد شي، مګر موږ ته دقت او روڼتیا ډېره مهمه ده."

خو بالاخره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د جدي میاشتې په ۲۴مه نېټه په ولایتونو کې د شکایتونو د ډل‌بندۍ، څېړنې او په اړه‌یې د پرېکړې پایله له خلکو سره شریکه کړه.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دې پرېکړو له مخې، د ۱۰۹ محلونو رأیې باطلې کړې، همدا ډول‌یې ۹۸۶۶ شکایتونه بې‌اعتباره وبلل او تر خوا یې په ۲۱ ولایتونو کې د ۵۳۱۶ محلونو د بیا شمېرنې پرېکړه وکړه، خو په سبا یې دې کمېسیون وویل، د باطل شویو محلونو په شمېر کې اشتباه شوې او کره شمېر یې ۴۷ دی.

شینوارې د جدي میاشتې په ۲۴مه نېټه زیاته کړه: "۱۸ شکایتونه اصلاحي پروسس ته تللي دي، د ۵۳۱۶ شکایتونو پر بنسټ ۲۱ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه کېږي، ۱۰۹ محلونه باطل شوي، ۷۵ تنه نغدي جریمه شوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۷۱ تنه له وظیفې لیرې شوي دي. ۱۱۱ شکایتونه استثنايي دي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، هغه ۱۱۱ استثنايي شکایتونه چې کابل ته رالېږل شوي، څلور مهم‌یې له وخت مخکې د ۱۰۲ زره رایو، د ۱۳۷ زره شکمنو رایو، په هر محل کې د پایلو د پاڼې او بایومتریک دستګاه ترمنځ د یوې تر پنځو رایو توپیر او دغه‌شان د هغو ۲۴۲۴ محلونو په اړه دي چې بایومتریکی معلومات نه‌لري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغو محلونو د رایو د شمېر په اړه هم تر اوسه کره معلومات نه‌دي وړاندې کړي چې د ولایتي دفترونو له‌خوا یې باطل اعلان شوي دي، خو زیاتوي دا محلونه د کابل او بدخشان په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اوس‌مهال پر هغه عملیاتي پلان کار کوي چې په پایله کې به‌یې په ۵۳۱۶ محلونو کې د رایو بیا شمېرنه وشي.

کابل کې د ولسمشریزو انتخاباتو د رایو شمېرنه
کابل کې د ولسمشریزو انتخاباتو د رایو شمېرنه

دا کمېسیون همدا ډول د پرېکړو په اړه د استېناف غوښتنې د شکایتونو د ثبت بهیر پیل کړی چې درې ورځې دوام کوي.

ننګرهار، کابل، پکتیا او کندهار هغه ولایتونه دي چې په ډېر شمېر محلونه په‌کې بیا شمېرنې ته تللي دي.

کمېسیون به له دې وروسته، د ۱۵ ورځو په اوږدو کې د استثنايي شکایتونو په ګډون، د هغو استېنافي قضیو په اړه هم پرېکړه کوي چې له دوی سره ثبت شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون که څه هم د باطل شویو محلونو شمېر کم بولي، خو زیاتوي چې د ۵ زره محلونو رای شمېرنه به د ټاکنو پر لومړنۍ پایلې لږ اغېز ولري.