شاته

بلخ پولیس: عملیات ختم، خو قیصاري نه دی نیول شوی

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونه د مزارشریف د ښار په پنځمه ناحیه کې تیره شپه د قیصار د ولسوالۍ د پخواني امنیه قومندان نظام الدین قیصاري کورته په ننوتلو بریالي شوي، خو د کور د تلاشۍ پر مهال یې نظام الدین قیصاري نه دی موندلی.

د بلخ ولایت پولیسو وړمه شپه (لیندۍ ۲۳مه) یوولس بجې د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره عملیات پیل کړل، چې د تیرې شپې ناوخته پورې یې دوام درلود. افغان امنیتي ځواکونو د قیصاري د نیولو په عملیاتو کې د هلیکوپټرو څخه هم کار اخیستی وو.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د نظام الدین د وسله والو سره د جګړې اونښتو پر مهال د قومندان قیصاري لس وسله وال وژل شوي او ۳۰ نور ژوندي نیول شوي دي.

ښاغلي عادل شاه وویل:" تیره شپه ( لیندۍ ۲۴ مه) د قیصاري کور تصفیه او تلاشي شو، نور ځایونه لا هم شته، چې باید تصفیه او تلاشي شي، خو تراوسه قیصاري نه دی نیول شوی. د هغه لس تنه وژل شوي، یو شمیر ټپیان شوي او د ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې نیول شوي دي".

د بلخ ولایت پولیس وايي، چې په سیمه کې یو شمیر نور کورونه شته، چې ممکن قومندان قیصاري هلته پت شوی وي.

اوس هم په مزارشریف ښار کې د نظام الدین قیصاري کور شاوخوا امنیتي ځواکونه ځای پر ځای دي.

خو تر دا مهاله معلومه نه ده، چې نظام الدین قیصاري به چیري تللی وي.

د قیصاري پر خلاف د عملیاتو پر مهال د افغانستان ملي اسلامي جنبش ګوند د حکومت او قومندان قیصاري ترمنځ د منځګړیتوب هڅه وکړه، خو دغه هڅې بې پایلې وې.

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش د ګوند یو لوړپوړې چارواکي او د ثبات او همپالنې د ټیم د جمهوري ریاست د څوکۍ لومړي مرستیالۍ ته نوماند عنایت الله بابر فرهمند امریکا غږ اشنا راډیو ته د یکشنبې د ورځې ناوخته وویل، چې د ډیرو هڅو سره سره افغان امنیتي ځواکونو ده ته د نظام الدین قیصاري سره د ملاقات اجازه ورنه‌کړه.

پولیس وايي، د هغه د لټون لا روان دی او یو شمیر نور کورونه به هم په قومندان قیصاري پسې ولټوي.

د بلخ د پولیسو په یوه اعلامیه کې د قومندان قیصاري د نیولو لپاره د عملیاتو په اړه ویلي وو، چې دا عملیات یې ځکه وکړل، چې د پولیسو پر وینا د قومندان قیصاري او د هغه د وسله والو له خوا د بشري ضد کړنو په اړه یې د خلکو څخه په لسګونه شکایتونه ترلاسه کړي وو.

پخپله قومندان قیصاري د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي، خو هغه بلخ ته د تللو وړاندې په کابل کې د ملي امنیت ریاست سره د څو میاشتو لپاره بندي وو.

د افغانستان حکومت د ملي امنیت په ریاست کې په بند کې د قومندان قیصاري د ساتلو علت د هغه د وسله والو سړو له خوا د فاریاب په ولایت کې بشري ضد کړنو ترسره کول ښودلي وو.

ښاغلی قیصاري د افغانستان د جمهوري ریاست له ټاکنو لږ وړاند له بند څخه خوشې شوی وو او په کابل کې د یو څه وخت لپاره د اوسیدانې وروسته د بلخ ولایت مرکز ته تللی وو.

نظام الدین قیصاري د افغانستان د تلې د شپږمې ورځې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت له ټیم څخه ملاتړ کوه.

رحمت الله نبیل د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو عملیات په سختو ټکو غندلي او د هغه پر خلاف د افغان امنیتي ځواکونو عملیات یې د سیاسي انګیزو له مخې ګڼلي دي.

ښاغلي نبیل ادعا کړې، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني حکومت د نظام الدین قیصاري د نیولو دا عملیات ځکه پیل کړي، چې هغه د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهور رئیس غني له ملاتړ څخه انکار کړی و.

خو خپله ولسمشر غني د رحمت الله نبیل د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.