BBC
 شاته

امریکا د نقیب مسید په وژنه د تورن افسر نوم د بندیزونو نوملړ کې شامل کړ

امریکا متحدو ایالتونو د هغو کسانو په نوملړ کې چې له بشري حقونو سرغړونه کوي، د پاکستان یوه پخواني پولیس افسر راو انوار نوم هم شامل کړی او بندیزونه یې پرې لګولي دي. تېر کال پولیس افسر راو انوار ادعا کړې وه چې نقیب الله مسېد یې په مخامخ نښته کې وژلی.