شاته

الیستر اوریم د بري په درشل کې سیالي وبایلله

د (UFC) د نړیوالو اتلولیو د میکس مارشال ارت یو مشهور لوبغاړي الیستر اوریم د شنبې په ماښام په واشنګتن ډي سي کې خپله سیالي وبایلله.

ده په داسې حال کې سیالي وبایلله چې بري ته بیخي نژدې شوی و. هغه د لوبې په پنځو پړاونو کې پر خپل سیال جوزینو روزنسترایک باندې برلاسی و، خو په ورستیو شېبو کې یې په خوله کلک ګوزار وخوړ او لوبه یې وبایلله.

د سوک دا ګوزار د ومره زورور و چې د الیستر پاسنۍ شونډه وچاودېدله او په خپله په ځمکه وغورځېده.

له دغه سوک وروسته اوریم درملنې او علاج ته اړتیا لرله او له همدې کبله لوبڅار د هغه سیال بریالی او اوریم یې (ناک اوټ) اعلان کړ.

اوریم تر دې دمه ۴۵ سیالۍ ګټلې دي او ۱۸ بایللې دي، په داسې حال کې چې روزنسترایک ۱۰ لوبې ګټلې او یوه یې هم نه ده بایللې. د ESPN 7 تلویزوني شبکې دا لوبه ژوندۍ خپروله.