شاته

د افغانستان روغتیا وزارت د فساد ضد مبارزه کې پرمختګ کړی – میک

د اداري فساد پر ضد مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه (MEC) وايي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له فساد سره د مبارزې او شفافیت راوستلو په برخه کې، د دغې کمېټې ۸۰ فیصده سپارښتنې عملي کړي دي.

دغې کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روغتیا وزارت څلور فیصده نورې سپارښتنې په قسمي ډول تطبیق او ۱۶ فیصده یې تعلیق کړي دي.

د میک د راپور په اساس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له فساد سره د مبارزې ستراتیژي او د ګټو د تضاد پالیسي هم جوړه کړې ده او عملي کول یې پیل کړي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې د روغتیايي خدمتونو په اړه د مراجعینو شکایتونو ته د رسیدګۍ، روغتیايي بنسټونو ته د جواز او اعتبار ورکولو لپاره د ځانګړې ادارې جوړول، د عامه اړیکو په چارو کې ښه‌والی، د ویب‌سایټونو او ټولنیزو رسنیو له لارې خلکو ته د وزارت د کارونو په اړه د معلوماتو ورکول، د عامې روغتیا په وزارت کې نور پرمختګونه یاد کړي دي.

راپور کې راغلي: "د ګوتو نښه اخیستلو (Finger Print) سیسټم هم د عامې روغتیا وزارت په مرکز او همدارنګه درې ګونو او تخصصي روغتونونو کې نصب شو؛ تر څو له دې لارې د کارکوونکو راتګ او تګ تعقیب شي. په ورته توګه، د PHS E / BPHS پلی کوونکو ګډونوالو یا شریکانو په منظمه توګه د کارکوونکو د حاضرۍ څارنه کړې ده او د جریمې سیسټم هم پلی شوی دی".

میک ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ ټول اسناد په سیمه‌ییزو ژبو ژباړلي او اکثره یې د وزارت په ویب‌سایټ کې د لاسري وړ دي.

نیمګړتیاوې

له دغو پرمختګونو سربیره، د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې یو شمیر برخې چې هیڅ پرمختګ په کې نه دی شوی هم تشخیص کړې دي.

دغې کمېټې ویلي، چې د شفافیت په برخه کې د پرمختګونو او حساب ورکولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د اطلاع رسونې چارې کافي او سیستماتیکې نه وې.

په راپور کې ویل شوي: "هغه برخې چې لا يې هم په اړه اندېښنې شته دي، د روغتیايي سرچینو او درملو د مدیریت او تدارکاتو، د بشري منابعو د مدیریت، د ظرفیت لوړولو، په روغتیا وزارت کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پرمختګونو په اړه اطلاع ورکولو، ولسي نظارت او راپور ورکولو برخې دي".

دغې کمېټې همدا شان ویلي، چې د روعتیايي سکتور د حساب او راپور ورکولو خپلواک کمېسیون او روغتیايي بنسټونو ته د جواز اعتبار ورکولو کمېسیون د جوړښت او صلاحیتونو له لحاظه د عامې روغتیا وزارت له صلاحیت څخه بهر دي.

د میک په راپور کې دغه راز راغلي، چې د تیرو کلونو په پرتله د روغتیا په برخه کې د خلکو لګښتونه لوړ شوي، چې د کورنیو اقتصادي وضعیت ګواښي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د میک د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.