شاته

په مراکش کې د داعش "یوه شبکه" نیول شوې

په مراکش کې چارواکي وایي له هسپانیا سره یې په همکارۍ د داعش ډلې یوه شبکه ړنګه کړې او څلور مشکوک کسان یې نیولي دي.

د مراکش د ترهګرۍ ضد پولیس وايي چې د چهارشنبې د ورځې په عملیاتو کې یې د دغه هېواد د نادور په سیمه کې "د داعش درې غړي" نیولي دي. وايي په همدغه وخت کې د هسپانیا پولیسو مادرید ته نژدې د همدغې شبکې "مشر" نیولی دی.

د فرانسې خبري اژانس د چارواکو له خولې لیکلي دي چې نیول شویو کسانو د ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړول. پولیسو د عملیاتو پر مهال له هغوی څخه تیلیفونونه، برېښنايي وسایل او د افراطي معلوماتو ګڼې پاڼې هم نیولي دي.

نیول شوي کسان د ۲۴ او ۳۹ کلونو ترمنځ عمر لري خو لا یې هویت معلوم شوی نه دی.

مراکش یو ارام هېواد دی، خو تېرکال د "داعش دوو غړو" د سکاندینیوا دوه سیلانیان ووژل. د مراکش حکومت د دغې پیښې مسول کسان ونیول او په مرګ یې محکوم کړل. په مراکش کې له ۱۹۹۳ راپدیخوا د اعدام حکم تطبیق شوی نه دی.

وايي دا ترهګریز فعالیتونه له هغه وروسته په مراکش کې پیل شول، چې د داعش ډلې مشرانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې بریدونه وکړي.

مراکش وايي چې له اروپايي هېوادونو سره په ګډه د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي.