شاته

د فساد تورونه او د اسرائیل سیاسي کړکیچ

د اسرائیل اوسیدونکو په فساد باندې د هغه هیواد د صدراعظم بنیامین نتانیاهو له تورنیدو وروسته بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي. د هغه پلویان تورونه ساختګي گڼي، خو مخالفین یې بیا د هغه د استعفا غوښتنه کوي.

ښاغلي نتنیاهو وايي ددې تورونو په وړاندې به مبارزه وکړي، خو دا معلومه نده چې دی به ددغو تورونو وروسته څومره په واک پاته شي.

ښاغلی نتنیاهو چې تر فشار لاندې دی، د پنجنشبې په ورځ یې وروسته له هغه غبرګون وښود چې د اسرائیل لوی څارنوال د هغه د تورنیدو اعلان وکړ. هغه وویل: "نن ماښام مونږ په درواغجنو تورونو، ناولو او جانبداره تحقیقاتو د صدراعظم په وړاندې د کودتا د هڅې شاهدان یو."

بنیامین نتانیاهو د رشوت، درغلیو او د اعتماد د ماتولو په دریو قضیو کې چې له ډیره وخت راهیسې پرې کار روان و، تورن شوی دی. هغه هڅه کوي خپلو پلویانو ته ووايي چې د هیواد ټول سیاسي سیستم په فساد او سیاسي تعصب ککړ شوی دی. د هغه په وینا کیدای شي سړی ړوند اوسي چې "هغه غلطي ونه ویني کومه چې د پولیسو او څارنوالانو په تحقیقاتو کې روانه ده."

د لوی څارنوال له خوا پر بنیامین نتنیاهو باندې د تورونو له اعلان وروسته د هغه پلویان سړکونو ته راووتل چې ددغو تورنو پر وړاندې اعتراض وکړي. خو ډیری اسرایلیان وايي د نتنیاهو د استعفا وخت رارسیدلی دی.

نتانیاهو چې د اسرائیل په تاریخ کې د خدمت کولو اوږد تاریخ لري ونکړای شول سږ کال له دوو ټاکنو وروسته حاکم ائتلاف جوړ کړي. اوس د هغه په تورنیدو سره د هیواد د رهبري په برخه کې شته اندیښنې نورې هم زیاتې شوي دي.

د پنجشبې د ورځې له اعلان وروسته د اسرائیل فلج شوی سیساسي سیستم نور هم ستونزمن شو، ځکه اوس نه نتنیاهو او نه هم د هغه نږدې سیال بیني ګانتز کولای شي د سپټمبر په میاشت کې له دویم ځل ټاکنو وروسته یو حکومت تشکیل کړي.

ټاکل شوېده چې په اسرائیل کې دریم ځل انتخابات د روان کال په پای کې وشي.