شاته

د امریکایي پوهنتون خوشي شوي استادان جرمني ته ورسېدل

امریکایي دپلوماتان وايي چې د طالبانو له بند څخه د امریکايی پوهنتون دوه خوشې شوي استادان په جرمنې کې د امریکایي ځواکونو یوې پوځې اډې ته رسېدلي دي.

په کابل کې د امریکايي پوهنتون یو امریکايی استاد کیفین ګنګ او بل استرالیایی استاد تیموتي ویکس د طالبانو د مشرانو انس حقاني او دوو نورو سره تبادله شول.

دوی په ۲۰۱۶ کې په کابل کې تښتول شوي وو او له هماغه وخت راهېسې د طالبانو په بند کې وو، خو لا تر اوسه معلومه نه ده چې دوی چېرې ساتل کېدل.

دغه استادان به اوس په جرمني کې د امریکا پوځي اډې ته نژدې ساتل کیږي چې روغتیايي حالت یې وارزول شي او عادي ژوند ته د بېرته ګرځېدو جوګه شي.

په جرمني کې د متحدو ایالتونو سفیر ریچارد ګرینل فاکس نیوز ته وویل چې د دغې تبادلې راز "دپلوماتیک قوت" و. هغه د دغې تبادلې له کبله د ولسمشر غني څخه مننه وکړه.

قطر د دغو استادانو پرېښودل ستایلي او ویلي دي چې د بندیانو په دغې تبادلې کې یې رول لوبولی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي دي چې دغه اقدام ته په افغانستان کې د سولې د راتګ او جګړې د ختمېدو په برخه کې د طالبانو او افغان حکومت د ښه نیت په سترګه ګوري او ستایي.

د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې دی او دا هېواد د سولې د خبرو د څو غونډو کوربه و.

تر دې مخکې ولسمشر دونالډ ټرمپ هم د دغې تبادلې له کبله له افغان ولسمشر اشرف غني څخه مننه کړې وه. طالب خوشې شوي مشران قطر ته رسېدلې دي او افغان چارواکي وایي چې هلته به د څه مودې لپاره تر نظارت لاندې وي.