شاته

ټرمپ د استادانو د خوشې کیدو په اړه د غني نه مننه وکړه

ټرمپ په یو ټویټ کې د افغان امریکایي پوهنتون د استادانو د خوشې کیدو په اړه د ولسمشر غني نه مننه کړیده او په خپل ټیم یې ویاړ څرگند کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ټویټ کې د طالبانو د بند نه د افغان امریکایي پوهنتون د استادانو د خوشي کیدو په لړ کې د ولسمشر اشرف غني نه مننه کړیده او هیله یې څرگنده کړي چې دا د افغانستان د سولې په لور پرمختگ دی.

ولسمشر ټرمپ په ټویټ کې ولیکل:

"د طالبانو د بند نه د کیون کنگ او ټم ویکس د خوشي کیدو د لمانځلو لپاره به د هغوي د کورنیو سره یو ځای شم.

د ولسمشر غني د زړه ور کومک سخه مننه کوم چې او پدی هیله چې دا به د سولې لپاره د اوربند په لور یو ښه پرمختگ وي چې دا اوږد جنگ ختم کړي. په خپل ټیم ویاړ کوم"

د یادونې وړ ده چې د ټرمپ نه مخکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د طالبانو له دریو مشرانو سره د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو او ۱۰ افغان سرتېرو له تبادلې وروسته هیله ښودلې وه چې دا اقدام سولې ته لا ښه لاره برابره کړي.

د سیاسي چارو ځینې مبصرین تمه ښيي چې دغه وروستۍ تبادله به د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.