شاته

د ماشومانو د خوندیتوب ټولنه: افغان ماشومان د باندې وتلو نه ویره لري

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله ټولنې ( سیو دې چلډرن) د افغانستان د ماشومانو د خوندیتوب په اړه یوه نوي نظر پوښتنه کړیده چې وایي په افغانستان کې میاندې پلرونه ځکه خپل ماشومان ښوونځیو ته د باندې نه پریږدي چې د بمي چاودونو، برمته کیدو، او د تشدد نه ویره لري.

پدغه نظرپوښتنه کې د څلورو ایالتونو نه ٦٠٠ میاندو پلرونو برخه اخیستې ده.

د دغې نظر پوښتنې نه دا څرگندیږي چې د ماشومانو مورپلار په سختې ویرې کې ژوند ترسره کوي.

په ځینو ایالتونو کې د هغه میاندې پلرونو کچه چې وایي د ماشومانو د باندې لیږلو په اړه اندیښمن دي، ٩٥٪ فیصده ده. په کابل کې دغه کچه ٦٥٪ دی.

ماشومان ښوونځيو، بازارونو او د لوبو لپاره د کوره د باندې د وتلو په وخت د بمي چاودنو، تشدد او د هوایي حملو ویره لري. یواځې ٣٠٪ ماشومان په ښوونځیو کې د خوندیتوب احساس کوي.

سروې څرگندوي چې نجونې د هلکانو په پرتله د خوندیتوب احساس کم لري.

د ماشومانو د خوندیتوب د ادارې دغه رپورټ وایي چې اکثره ماشومان د باندې د وتلو نه ویریږي.

په دغه رپورټ کې د سرې پل د یوې ‏١۴ کلنې نجونې له قوله لیکل شوي: " کله چې جگړه شروع شي نو په کلې کې یو ځاې هم خوندي نه وي خو کور خوندي احساسیږي. مونږ د کوټې په یو گوټ کې پټ شو"

دغه رپورټ وایي چې ٦٢٪ میاندې پلرونه وایي چې د هغوي ماشومانو په مستقیم او یا غیر مسقیم ډول جگړه لیدلې ده چې په دغو کې ٣٨٪ وایي چې ماشومان د دغه ډول تجربو له کبله ځان ته تاوان رسوي.

٧٣٪ میاندې پلرونه وایي چې د هغوي ماشومان د ویرې او خپگان احساس پیدا کړیدی.

٧٠٪ میاندې پلرونه وایي چې د مخالفو خواوو جگړو د هغوي ماشومان د خطر سره مخامخ کړیدي.

د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوالې ټولنې د افغانستان لپاره مشر اونو وین مینن په ټولو خواوو غږ کړیدی چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره دې جدي او اړ اقدامات وکړي