BBC
 شاته

طالب سرچینه: انس حقاني او دوه نور طالبان قطر ته رسېدلي

قطر کې یوې طالب سرچینې د سې شنبې په ورځ( د نومبر ۱۹) بي بي سي ته وویل، د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې بندیان قطر ته رسېدلي دي. دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په دې اړه نور جزییات نه شي ورکولی او دا یې هم ونه ویل چې دغه خوشي شوي کسان د قطر کوم ځای ته وړل شوي دي.