شاته

د محمد شهزاد په هکله د ۷ میلونه هندي کلدارو پوښتنه

د هند په یو تلویزیوني خپرونه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د ویکټ ساتونکي محمد شهزاد د یوې لوبې په هکله پوښتنه وشوه چې که سم ځواب ورکړل شوی و، ۷ میلونه هندي کلدارې انعام یې درلود.

د خپرونې چلوونکي امیتاب بچن په سیالۍ کې (څوک غواړي میلونر شي) د ګډون کوونکی نه وپوښتل " هغه کوم لومړنی لوبغاړی دی چې په یو ورځ یې په دوه جلا جلا نړیوالو لوبو کې سر په سر دوه ځلې د پنځوسو نه زیاتې منډې کړي؟"

ګډون کوونکي ته څلور نومونه ورکړل شوي و چې د افغانستان پخوانی کپتان نوروز منګل، د بنګله دیش پخوانی کپتان، شکیب الحسن، پاکستانی لوبغاړی محمد حفیظ او د افغانستان ویکټ ساتونکی محمد شهزاد پکې شامل و. د خپرونې ګډون کوونکي ته دا فرصت هم ورکړل شوی چې که پوښتنې ته ځواب ونه وایي، یوازې یو میلون هندي کلداري انعام ورکول کیږي چې هغه همدا کار وکړ.

پوښتنه د "ډیزرټ ټي ټونټي" یا صحرا جام لوبو په هکله وه چې په ۲۰۱۷ کال کې په عربي متحده اماراتو کې د اتو لوبډلو تر منځ وې.

د همدې سیالو په نیمه پای لوبه کې افغانستان د عمان د لوبډلې سره لوبه وکړله چې محمد شهزاد پکې ۸۰ منډې وکړلې او په هماغه ورځ یې په پای لوبه کې د آیرلنډ سره په لوبه کې ۵۲ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید. افغانستان د دې سیالیو اتلولي هم ګټلې وه.