شاته

پاکستاني مظاهره کوونکو افغانستان ته تللې لاره بنده کړه

د جمعیت علمای پاکستان د حکومت ضد مظاهره کوونکو په بلوچستان کې د کویټه-چمن لویه لاره بنده کړې ده.

د لارې د بندېدو له کبله په توکو او مالونو بار ډېری لوی او واړه موټرونه ایسار پاتې شوي دي.

پر دغې لارې افغانستان ته خوراکي او غیر خوراکي توکي انتقالیږي او پر دې سربېره ډېر مسافر هم پر دې لارې تګ راتګ کوي.

لسګونه زره مظاهره کوونکي په اسلام اباد کې د عمران خان د پرځولو لپاره له څو اونیو راهېسې راټول شوي دي. دوی عمران خان او د هغه حکومت د اقتصادي پروګرامونو په خراب مدیریت او په تېرو ټاکنو کې په درغلیو تورنوي.

د لارو بندول د دغو مظاهره کوونکو د مظاهرو "دویم پړاو" بلل کیږي. د جمعیت علمای پاکستان د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د سه شنبې په ورځ مظاهره کوونکو ته په خپلو خبرو کې ویلی وو: "سر له سبا به دویمه مرحله پیلوو. "

د دغه ګوند یو بل مخکښ غړي اکرم دراني خبریالانو ته ویلي وو چې "دویمه مرحله" به په ټول پاکستان کې د لویو لارو تړل او بندول وي.

عمران خان په تېرو ټاکنو کې په خپلو شعارونو کې د فساد ضد خبره ډېره یادوله او ټېنګار یې کاوه چې د پاکستان اقتصاد د فساد له کبله مخ په ځوړ روان دی. خو د هغه منتقدان وايي چې عمران خان خپلې ژمنې پوره نکړې.