شاته

خوست کې ماین چاودنې پنځه پولیس وژلي ـ چارواکي

د خوست امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په تریزايي او عليشېرو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بمي چاودنه او وسله وال بريد کې پنځه پولیس او یو څارنوال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سيداحمد بابزي د دوشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۱مه «لړم۲۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه یوولس بجې رامنځته شوې ده.

بلخوا د خوست د والي وياند طالب منګل هم امريکا غږ ته وويل، چاودنه د يادې ولسوالۍ بلاووټ ښارګوټې ته نږدې پر هغو پوليسو شوې، چې د پوليسو يوې امنيتي پوستې ته، چې پر هغه هم وسله وال بريد شوی و، د مرستې لپاره ور روان وو.

هغه وويل، چې چاودنه د مرستندويه پوليسو پر يوه هاموي شوې، خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې تر چاودنې وروسته پر رنجر موټرو برید شوی دی.

په ورته وخت کې د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمد منګل هم امریکا غږ ته وويل، چې د پېښې له ځايه ولايتي ملکي روغتون ته شپږ مړي او درې ټپيان وروړل شوي او يو ټپي خصوصي روغتون کې بستر دی، چې ټول يې پوليس دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.