شاته

د ایران پوځ "یوه بې پیلوټ الوتکه غورځولې"

ایراني رسنیو د جمعې په ورځ نومبر ٨ (لړم ١٧) د ایران په جنوبي سرحدي ښارگوټي ماهشهر کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د پرزیدلو خبر ورکړی دی.

د ایران دولتي اژانس ایرنا او څو نورو ایراني رسنیو دغه خبر د ایران د پوځي مقاماتو له خولې خپور کړی دی.

تر اوسه د ایران دولتي مقاماتو پدې هکله زیات جزییات ندي وړاندې کړي. دا هم نده څرگنده چې دغه ویشتل شوی بې پیلوټه الوتکه پوځي وه او که ملکي.

خو د خوزستان والي غلام‌رضا شریعتي د ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې دغه بې پیلوټه الوتکه "بالکل په بهرنیو هیوادونو پورې مربوطه وه".

ښاغلي شریعتي ویلي چې ددغې الوتکې باډي د ماهشهر ښار په شاوخوا کې امنیتي ځواکونو ترلاسه کړې او پدې هکله پلټنې روانې دي.

د جون په میاشت کې د ایران سپاه پاسداران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه وغورځوله چې دغه اقدام په عملي توگه ددغو هیوادونو پوځونو سره مخامخ کیدو ته نژدې کړل.

ایراني مقاماتو ویلي وو چې دغه الوتکه د ایران فضایي حریم ته ننوتلې وه، خو امریکا ټینگار کاوه چې دغه الوتکه په نړیوالو اوبو کې په نښه شوې وه.