شاته

اوس په سوله کې هم، د امریکا سره د روسیې سیالي

نړیوال کارپوهان وایي د منځني ختیځ د سولې په بهیر کې د امریکا د لسیزو لسیزو هڅې ناکامې شوې دي څو پدې سیمه کې د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د اوږد مهالې سولې سبب شي.

دا د امریکا د جمهور رئیس، بارک اوباما، په کاري برخو کې یوه پاتی راغلې مسله ده چې کړکیچ ته یې د حل د لارې په موندلو کې د متحده ایالاتو گڼ شمیر جمهور رئیسان ناکام شوي دي.

داسې ویل کیږي چې د امریکا سره پدې برخه کې د نویو هڅو په څرگندولو اوس روسیې د سولې په ډگر کې هم سیالۍ ته ملا تړلې ده.

جمهور رئیس پوتین وړاندیز کړی چې د اسراییل د صدراعظم بنیمین نتنیاهو او د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس تر منځ په مسکو کې د سولې د مخامخ خبرو کوربه شي.

دواړو مشرانو دا وړاندیز لا دوخته منلی دی او پدې خبرو کی یې د گډون چمتووالی ښودلای دی خو ستونزه دا ده چې دوي، یو بل، د سولې د خبرو په ځنډولو تورنوي.

په منځني ختیځ کې د روسیې ځانگړي استازي میاخیل بوگدانوف د فلسطین د آزادی د بنیاد عمومي منشي سره د اردن د لویدیځې څنډې په ښار رام الله کې وکتل.

خو یوه ورځ مخکې یې په بیت المقدس کې د اسراییل د صدراعظم بنیمین نتنیاهو سره خبرې کړې وې. هغه وویل، «مونږ منندوی یو چې محمود عباس د جمهور رئیس پوتین له خوا د سولی په خبرو کې د ناستی وړاندیز ومانه. مونږ به پدې برخه کې له دواړو خواو سره پدی برخه کې د مذاکراتو د جوړښت، محتوا او دقیقې نیټې په اړه خپلو هڅو، بحث او تماس ته دوام ورکړو.»

عباس چې پرون یې د پولند څخه لیدنه کوله پدې غونډه کې د گډون چمتووالی څرگند کړ. هغه وویل، «زه لدی ځایه راسآ مسکو ته تلونکی وم څو د ښاغلی نتنیاهو سره وگورم خو له بده مرغه پرون په بیت المقدس کې د جمهور رئیس پوتین د مرستیالانو او صدراعظم نتنیاهو ترمنځ خبرې روانی وې. چې هغه پکې د یوې بلې نیټې چی ما ته تر اوسه نده معلومه وړاندیز وکړ.»

نتنیاهو وایي دا غونډه د فلسطینیانو له خوا د وړاندې شویو شرطونو له کبله ځنډیدلې ده. خو دا خبره د محمود عباس له خوا رد شوې ده.

ښاغلي بنیمین نتنیاهو وویل، «پرون د محمود عباس ویاند وویل چې دوي لیدو ته چمتو دي خو د ځینو شرطونو سره. دوي د یو شمیر زندانیانو د خوشی کولو شرط وړاندی کړی دی بل وایي چې د خبرو پایله به څه وي او داسی نور. که محمود عباس غواړی چې د کومو شرطونو نه پرته د مستقیمو خبرو دپاره مونږ سره وگوري، نو زه چمتو یم.»

نتنیاهو پرون هاگ کې و چیرې چې قهر جنو مظاهره کونکو د فلسطینانو په وړاندې د هغه چلند غندل په ځانگړې توگه غزې ته د تگ راتگ د لارې بندول.

د اسراییل مشر په هالند کې و څو د هالندي مشرانو سره د غزې تړانگی دپاره د اوبو او انرژۍ د رسولو په چارو کې مرسته وغواړي. هغه وویل، «مونږ د غزې د خلکو سره کومه شخړه نه لرو مونږ د تررستی ډلو په ضد یو چې په تهدیدونو یې د خپلو گټو په خاطر گروگان نیولې دي. مونږ د تررستانو سره مبارزه کوو خو غواړو د عامو خلکو سره مرسته وکړو او لومړنۍ گام دا دی چې غزی ته د گازو د پایپ لاین په شمول د اوبو او بریښنا مزي وغزول شي.»

اسراییلي ځواکونو پرون پر غزې باندی توغندی گوزار کړل چارواکو ویل دوي د حماس ځالی په نښه کړې خو په ترڅ کې یې د ملکی وگړو کورونو ته هم زیان ورسید.

د حماس جنگیالیو باندی تور دی چې پر اسراییل باندی توغندي واروي چې په نتیجه کې یې اسراییلي پوځ بیا، د هغوي په قول او ادعا، د حماس پر موضع گانو باندې په هوایی بمباریو لاس پورې کوي.