شاته
افغانستان کې د ناامنیو ډېروالی؛ پارلمان امنیتي مسوولان وروبلل
د ولسي جرګې په نننۍ (وږي ۱۷مه) ناسته کې د دفاع وزیر عبدالله حبیبي، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی دوروستیو بریدونو او په شمال او سوېل کې د طالبانو د فعالیتونو زیاتوالي په تړاو د توضیحاتو لپاره ورغوښتل شوي وو.