BBC
 شاته

طالبان چین کې په "بین الافغاني دیالوګ" کې ګډون کوي

طالبانو ته نږدې سرچینو بي بي سي ته منلې ده چې چین به راتلونکې اوونۍ د "بین الافغاني دیالوګ" کوربه وي. سرچینې وایي، د طالبان ترڅنګ به په دې ناسته کې له کابله هم یو ۲۵ کسیز پلاوی ګډون کوي. په ارګ کې هم یوې سرچینې منلې چې دا ناسته د چین په نوښت ترسره کېږي.