شاته

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله: د ټاکنو کمیسیون د دوو چارواکو دندې دې وځنډول شي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ادعا کوي چې تېره شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو د ټاکنو کمیسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز یا "ډیجیټال سنټر" مهرولاک مات کړی او ورننوتي دي.

د ثبات او همپالنې ډلې غړو نن په یوه خبري کنفرانس کې په دې تړاو د ټاکنو کمیسیون د دارلانشا رئیس او امنیتي سلاکار د دندو ځنډولو غوښتنه وکړه.

خو د ټاکنو کمېسیون د يوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه مرکز د قفل د ماتېدو په اړه ادعاوې بې بنسټه بولي.

د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم رئیس علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ په یوې خبري ناستې کې ادعا وکړه چې د ځانګړو ځواکونو، د ټاکنو کمېسیون د دارلانشا ځينو غړو او د يوه مشخص ټاکنیز ټیم کسانو د تېره شپه (میزان ۲۸مه) د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رایو د جمع بندۍ او د پایلو د ارزونې ډیجیټال مرکز کُلپ مات کړی دی.

د ښاغلي عثماني په خبره دغه کار د خلکو په رایو، د ټاکنو په روڼوالي، د نوماندانو په حقونو او د کمېسیون په حیثیت د برید په معنا دی او په اړه یې باید څېړنې وشي. هغه وویل، د ثبات او همپالنې ټیم دا موضوع د ټاکنو له کمیسیون سره شریکه کړې او د هغوی پرېکړې ته انتظار کوي.

ښاغلی عثماني د ټاکنو کمېسیون د دارلانشا د رئیس حیب الرحمن ننګ او د دغه کمېسیون د امنیتي سلاکار او يو شمېر نورو کسانو د دندو د ځنډېدو غوښتنه هم کوي.

هغه وویل: "يو مجرم او یک کس چې پر دغې سرغړونې یې لاس پورې کړی او احتمالاً مجرم دی، یعني د دارلانشا رئیس دې موجود وي او موږ د هغه په حضور کې څېړنه کوو. باید د دوی دندې وځنډول شوي، ترڅو په بې پرې ډول څېړنه وشي. دا شان هغه امنیتي کسان چې په دغه قضیه کې لاس لري باید د کمېسیون له انګړه بهر شي."

ښاغلی عثماني په دغه قضیه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات هم ښکېل بولي او وايي، چې د دغې قضیې تر سپیناوي پورې دې د کمېسیون لخوا د رایو د پایلو د جمع بندۍ بهیر هم ودرول شي.

خو د افغانستان د ټاکنو کیمسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز دروازې د قفل ماتېدو ادعا رد کړې ده.

په ورته وخت کې د ټاکنو په کمېسیون درېیو هغو سرچینو چې نه غواړي نومونه یې واخېستل شي ازادي راډیو وویل، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د شپې په اتو بجو د ټاکنو کمېسیون د غړو او ناظرینو له حضور پرته د ټاکنو کمېسیون د رایو د جمع بندۍ او پایلو د ارزونې ډیجیټال مرکز قفل مات کړی دی.

د ټاکنو کمېسیون يو غړی مولانا عبدالله هم دا تائیدوي چې د کورنیو چارو وزارت ځينو پولیسو چې په ټاکنو کمېسیون کې ځای پر ځای دي، تېره په شپه د دغه کمېسیون د هلیز کُلپ مات کړی دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره د کمېسیون په چارو کې د امنیتي ځواکونو هر ډول مداخله بې بنسټه بولي او وايي چې امنیتي ځواکونه د قانون په چوکاټ کې خپلې چارې ترسره کوي.