شاته

"د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې یوه اوونۍ کې اعلانېږي"

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، د تېر ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پایلې به یوه اونۍ وروسته اعلان شي.

ددغه کمیسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات د شنبه په ورځ (میزان ۲۷مه) ناوخته ازادي راډیو ته وویل، په راتلونکو څو ورځو کې به ددغه بهیر تخنیکي چارې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه: "ان شاء الله، په یوه اونۍ کې به لومړنۍ پایلې اعلان شي." د ټاکنو د مهالوېش له مخې، په پام کې وه د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو پایلې تېره ورځ (میزان ۲۷مه) اعلان شي.

خو د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ پرون خبریالانو ته وویل چې د انتخاباتو د شفافیت د تضمین لپاره يې پرېکړه وکړه چې لومړنۍ پایلي په ځنډ اعلان شي. اغلې نورستانۍ پر ټاکلي وخت د پایلو نه اعلانېدو له امله له خلکو بخښنه وغوښته.

ښاغلي سادات د راغلي ځنډ په اړه وویل: "معلومات په ټاکلي وخت سرور ته ونه لېږدول شول، د انټرنت ستونزه هم وه او دوه – درې ورځې پردې تېرې شوې چې څارونکو ته قناعت ورکړو چې د اس ډي کارتونو معلومات په مصئون ډول سرور ته لېږدول کېږي."

خو ایا د ټاکنو د ابتدايي پایلو په اعلان کې ځنډ د وروستيو پایلو د اعلان پر وخت اغیز کولائ شي؟

په افغانستان کې دازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې رئیس محمد یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل: د ټاکنو مهالوېش په ټوله کې اغېزمن شوی دی. کمیسیون نه شي کولائ چې د وروستیو پایلو د اعلان لپاره مهالوېش چې د عقرب شپاړسمه ده مراعات کړي."

خو ښاغلي رشید وویل چې د ټاکنو شفافیت باید په کار کې د چټکوالي قرباني نه شي.

هغه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو سیاسي کړکېچ ته په اشارې وویل، "که د ټاکنو کمېسون له فني اړخه کوچنۍ تېروتنه هم وکړي یا یې په کار کې شفافیت نه وي؛ خداي مه کړه د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو تجربه تکرارېدلای شي. موږ هیله لرو چې داسې به ونه شي او تېروتنې به نه وي."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم پرون د انتخاباتو د شفافیت او د کمیسیون د منصفانه کار یادونه کړې ده.

هغه پر ټوېټر لیکلي، "سره له دې چې افغانان د ټاکنو د پایلو اعلان ته تلوسه لري، خو د دغه بهیر د شفافیت او عدالت لپاره د کمیسیون پرېکړې ته درناوی کوي."

ښاغلي سادات هم وویل چې د ټاکنو کمیسیون له خلکو سره د شفاف کار او د خلکو د پاکو رایو پر اساس د پرېکړې د اعلان ژمنه کړې او کار ورته کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان په حواله، د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو په ورځ په حملو کې ۲۸ تنه ووژل شول او تر ۲۵۰ زیات زخمیان شول.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر (یوناما)، په تکرار سره په افغانستان کې پر ټاکنیزو کمیسیونونو ږغ کړی چې دا بهیر دې په سمه توګه پاي ته ورسوي.

یوناما همدا راز ټینګار کړی چې د انتخاباتي کمیسیونونو پرېکړو ته باید درناوی وشي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز تېره اونۍ په کابل کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د کار پر خپلواکۍ ټینګار وکړ.

اغلې وېلز وویل چې د انتخاباتي کمیسیونونو په کار باید سیاسي مداخله ونه شي.