شاته

ملگري ملتونه:د نړۍ مشران دې د داعش له نومه سیاسي گټه نه پورته کوي

د بشر د حقوقو دپاره د ملگرو ملتو د ادارې مشر ویلي چې د هالینډ ملت پاله سیاسي مشر گریت ویلډرز او د امریکا د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډونالډ ټرمپ د داسې راتلونکې په اړه خبرې کوي چې خلک ورنه د وېرې احساس کوي او دوي د خپلو سیاسي گټو په خاطر خلکو کې ناراحتي خوروي.

په هالینډ کې د هاگ په نړیوال کانفرانس کې د امنیت او عدالت په موضوع د خبرو په وخت د ملگرو ملتو د بشر د حقوقو د ادارې مشر زید ریاض الحسن وویل چې د ښي لاس سیاستمداران د داعش د نوم ناسمه استفاده کوي او خلکو ته نیمگړي معلومات ورکوي.

هغه وايي«دا خبره واضحه ده چې د ملت پالو سیاسي ډلو او د داعش ترمنځ هیڅ مقایسه نشي کیدی خو دومره وایم چې د داعش په اړه د وینا په وخت باید مکمل واقعیت بیان شي،. دا درسته ده چې داعش یو مصیبت دی او باید حساب ورسره وشي. خو د داعش د نوم نه غلطه استفاده کول او خلکو کې بې ځایه ویره خورول هم ناسم کار دی.

د بشر د حقوقو دپاره د ملگرو ملتو د ادارې مشر وايي ،ډونالډ ټرمپ خلکو کې بې ځایه ویره خوروي

د بشر د حقوقو دپاره د ملگرو ملتو د ادارې مشر وايي ،ډونالډ ټرمپ خلکو کې بې ځایه ویره خوروي

ښاغلی زید وايي چې سیاسي مشران غواړي چې خلک چې هسې هم پریشانه دي ،نور هم وارخطا کوي او بیا ورته یو نامکمله حقیقت بیانوي، یو لوري ته خیالي دنیا ښيي او بل طرف ته د ناکرده گناه سزا اوروي.

د ښاغلي زید د خبرو اشار د هالینډ ملت پاله سیاسي مشر ویلډرز هغو ویناو ته وه چې دې نیزدو ورځو کې ېې ویلي وو چې هالینډ باید مسلمانانو ته اجازه ورنکړي چې اروپا ته ورشي او هلته باید په جوماتونو، اسلامي مکتبونو او قران مجید بندیز ولگي. ویلډرز د ملگرو ملتو ادارې او ښاغلي زید ته هم نامناسبه ژبه استعمال کړې وه.

ښاغلي زید په خلکو غږ کړی چې باید د داسې سیاسي مشرانو د خبرو نه ځان وساتي ځکه چې دا به راتلونکې کې ډېرې منفي اغیزې ولري.