شاته

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ځینو وزیرانو په ګډون سلګونه کسان څارنوالۍ ته ورپېژندلي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي، د کابینې د ځینو غړو په ګډون یې سلګونه کسان د انتخاباتي درغلیو او جرایمو په تور، څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

ددغه کمیسیون مرستیال دین محمد عظیمي د سه شنبه په ورځ (میزان ۲۴مه) وویل، د ټول افغانستان په کچه ۹۰۷ کسان ددوی لخوا څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د دغه کمېسون چارواکي وایي، څارنوالۍ ته معرفي په شویو کسانو کې ان د کابینې غړي هم شامل دي. خو په دې اړه جزئیات نه وړاندې کوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د میزان شپږمې ولسمشریزو انتخاباتو په تړاو ۴۵۲۸ شکایتونه ثبت کړي دي.

په دې کې تر دې دمه له ۳۲ ولایتونو ۴۳۶۲ شکایتونو مرکزي دفتر ته راجع شوي او په اړه یې پرېکړې هم شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ټولو شکایتونو له ډلې ۱۷۸۰ شکایتونه موجه نه دي بللي او رد کړي دي.

ددغو ارزونو په لړ کې د رأی اچونې د ۷۷ محلونو رایې چې د ټاکنو کمیسیون له خوا د ټاکنو په ورځ بند اعلان شوي وو، باطلې ګڼلشوې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي قاسم الیاسي وویل، د ولایتي کمیسیونونو پرېکړې په هغه صورت کې نهایي دي چې د استیناف غوښتنه ونه شي. "شاکي او د چا پر ضد چې شکایت شوی وي او ابلاغیه ورته رسېدلې وي، تر درې ورځو حق لري چې د استیناف غوښتونکي شي".

ښاغلی الیاسي وایي، که تر درې ورځو چا د استیناف غوښتنه ونه کړه، ددوی پرېکړه نهايي ده.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه تر ټولو زیات شکایتونو په کابل او هرات کې ثبت شوي دي.