شاته

کردانو د ترکي پوځ په ضد د سوریې له حکومت سره معامله وکړه

د دوشنبې په ورځ اکتوبر ١۴ سوري ځواکونه د کردانو سره له موافقې یوه ورځ وروسته د ترکیې سرحد ته نژدې د تل تمر ښارگوټي ته ننوتل. کردانو د سوریې له پوځ سره موافقه کړې چې د ترکیې د یرغل د مخنیوي په خاطر د دوی تر کنترول لاندې سیمو ته ننوزي.

د کردانو، سوریې او روسیې ترمنځ دغه غیر عادي موافقه وروسته له هغې وشوه چې امریکایي ځواکونه د سوریې له شمال نه ووتل او د ترکیې د پوځ د سوریې په شمال ختیځ بریدونه پیل کړل.

د کردانو په یوه اعلامیه کې راغلي دي: "ددې لپاره چې ددغه یرغل مخنیوی وشي، د سوریې له حکومت سره موافقه وشوه، د هغوی وظیفه ده چې د سرحد او د سوریې د خاورې د بشپړتیا ساتنه وکړي او د سوریې پوځ د سوریې-ترکیې د پولو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي".

د سوریې کردان وایي په سوریه کې د داعش پر ضد د امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه له جگړې وروسته د امریکا د متحده ایالاتو په بشپړه توگه هیر کړل. دوی همداشان پدې باور دي چې زیات شمیر عربي هیوادونو او د ملگرو ملتونو د امنیت شورا هم دوی له پامه غورځولي دي.

په سوریه کې د کردي ښار کوباني د دفاع وزیر عصمت شیخ حسن د یکشنبې په ورځ وویل چې: "مونږ باید یوه حل لاره پیدا کړو...اوس تاسې وینئ چې پر مونږ څه وشول او دوی نه غواړي چې زمونږ ملاتړ وکړي".

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د یکشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې شاوخوا ١٠٠٠ امریکایي سرتیري به د سوریې له شمال نه د پلان له مخې ووځي. د هغه په وینا پر ترکیې یې فشار راوړي چې دغه عملیات ونکړي، خو ترکیه "په بشپړه توگه دې کار ته مصممه وه".

ښاغلي اسپر ویلي چې ترکیې له ډیرو سختو شرایطو سره مخ کړي دي. هغه وویل امریکا "دا ندي لاس لیک کړي چې د خپل اوږدمهاله متحد ترکیې په وړاندې د کردانو په استازیتوب جگړه وکړي".

جمهور رئیس دونالد ټرمپ وایي د دموکراتانو په گډون د کانگرس له مشرانو سره پدې کار کوي چې پر ترکیې باندې سخت اقتصادي بندیزونه ولگوي.