شاته

جاوید احمدي او نجات مسعود؛ د شپږیزې نوي ریکارډ جوړوونکي

په افغانستان کې د شپږیزې په سږني لیګ کې د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۱۴) دوه نوي ریکارډونه جوړ شول.

جاوید احمدي سلیزه وکړه او نجات مسعود پنځه ویکټې واخیستې.

جاوید احمدي لومړی افغان توپ وهونکی شو چې د ۲۰۱۹ کال د شپږیزې په لیک کې سلیزه کوي. ده ۱۱۷ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېده.

د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک کې لیکل شوي: "د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې د پاراګان بند امير ښامارانو لوبډلې جاوېد احمدي دويم توپوهونکی شو چې سليزه يې ووهله. همدا راز هغه د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې تر ټولو زياتې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. تر نوموړي مخکې په ۲۰۱۷ کې کېمرون ډيلپورټ سليزه وهلې وه."

جاوید احمدي د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی دی. نوموړی له بنګله دېش سره په سیالیو کې د لوبډلې برخه وه، خو د لوبو چانس ورنکړل شو.

البته د روان لیګ په سیالیو کې نجیب ځدراڼ، اصغر افغان او ځینو نورو لوبغاړو تر ۹۰ منډو ډېرې کړې وې، خو سلیزه یې نه وه وهلې.

د شپږیزې په نننۍ لوبه کې یو بل ریکارډ دا و چې نجات مسعود پنځه کسان وسوځول. دی لومړی بالر شو چې په سږني سیزن کې په یوې لوبې کې دومره کسان سوځوي.

کرکټ بورډ په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: "شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې دويمه غوره توپ اچونه د پاراګان بند امير ښامارانو نجات مسعود ترسره کړه چې لومړی غوره توپ اچونه هم په ۲۰۱۷ کال کې ظاهرخان کړې وه."

نجات مسعود په څلورو اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې دي.

د افغانستان د شپږیزې په لیګ کې د شپږو زونونو لوبډلې لوبیږي چې د ملي ټیمونو پر لوبغاړو سربېره، لسګونه نوي ځوانان هم په کې شته. د زمبابوې درې بهرني لوبغاړي هم په دغه لیګ کې لوبیږي.