BBC
 شاته

برتانیا: مانچسټر کې یوه سړي پر پنځو کسانو د چړې ګوزارونه کړي

د برتانیا مانچسټر کې پولیس وايي یوه مارکیټ کې یوه سړي پر پنځو کسانو د چاکو ګوزارونه کړي او ټپیان کړي یې دي. پولیس وايي د ترهګریز برید له شکونو سره یې په دې تړاو یو ۴۱ کلن سړی نیولی دی. د پولیسو یوه ځايي مشر مرستیال روس جاکسون په یوه خبري غونډه کې دا یو 'ناڅاپي' او 'سخت' برید بللی دی.