BBC
 شاته

سوریه کې د ترک پوځ بریدونه، 'لسګونه کسان وژل شوي دي'

د سوریې شمال ختیځ کې د کردانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ترک پوځ بریدونو له ډېرېدو سره د مرګژوبلې شمېر هم په ډېرېدو دی. رپوټونه وايي، دغو بریدونو کې د ۱۱ ملکي کسانو په ګډون د ایس ډي ایف نومي کرد وسله وال ځواک او ترکي پلوه ډلو لسګونه وسله وال وژل شوي دي. رپوټونه وايي د سوریې په شمال ختیځ کې لسګونه زره کسان له خپلو کلیو - کورونو تښتېدلي دي.