BBC
 شاته

هندۍ ناوې د خسرګنۍ شپږ کسان په زهرو وژلي

د هند سویلي ایالت کېراله کې پر یوې ښځې تور پورې شوی چې د خپلې کورنۍ شپږ غړي یې په زهري موادو وژلي دي. د دې ایالت محکمې ته له رسېدو وروسته هغه تورنه شوې چې دغه کسان یې د ساینایډ په نوم کمیايي موادو په مټ وژلي دي. پولیس وايي، جولي شاجو د شپږ کسانو پر وژنه اعتراف کړی او په دې تړاو نورې څېړنې روانې دي.