شاته

کابل کې د دفاع وزارت سره نږدې پرله پسې چاودنې شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د کابل ښار د مرادخانۍد سیمې سره نږدې د یک پیسه‌ګي پُل ته څیرمه یوه چاودنه او یو ځانمرګی برید شوی دی.

دغه چاودنې نن له غرمې وروسته درې بجې او څلوېښت دقیقې هغه مهال د افغانستان د دفاع وزارت سره نږدې وشوې، چې ددغه وزارت کارکوونکي له دغه وزارت څخه خپلو کورونو ته د تللو په حال کې وو.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، لومړنۍ چاودنه د مرادخانۍ د یک پیسه‌ګي پُل ته نږدې د دفاع وزارت د دروازې مخ کې شوې ده.

جنرال رادمنش وویل، کله چې خلک د لومړنۍ چاودنې د ټپیانو مرستې ته راټول شول، یو ځانمرګي بریدګر ورسره چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه، چې په پېښه د سر زیان هم شته، خو لا تر اوسه یې کره شمیر معلوم نه دی.

لومړني رپوټونه ښيي، چې په دغو چاودنو کې تر اوسه دوه تنه وژل شوي دي.
په سیمه کې د امریکا غږ خبریال وایي، چې امبولانسونو د برید ځای ورروان دي او سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.

طالبانو د برید مسؤولیت منلی دی او ادعا یې کړې چې په دغه ځانمرګي برید کې یې د افغانستان د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي په نښه کړي دي.