شاته

اجرائیه رئیس عبدالله: د فساد پر ضد د مبارزې اتل نشته

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا غونډې ته په وینا کې وویل، د ملي یووالي حکومت د اداري فساد پر وړاندې صادقانه مبارزې ته ژمن دی، خو له دې مبارزې څخه باید سیاسي ګټه پورته نشي.

ښاغلي عبدالله وویل، که د تروریستانو په څیر په فساد کې ښکیل کسان هم په ښه او بد وویشل شي د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې به یو ګام پرمختګ ونشي.

هغه وویل "که زموږ په چاپیریال کې په لویه کچه د فساد تورونه موجود وي، یو ګام مخ په وړاندې ايښودلی نشو، دلته د فساد پر وړاندې د مبارزې اتل په دې هیواد کې نشته او موږ ټول د اداري فساد قُرباني یو او موږ ټول مسؤولیت لرو".

اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په داسې حال کې د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې دا څرګندونې کړي، چې تیره جمعه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د خواجه رواش ښارګوټي د پرانیستلو په مراسمو کې وویل د ملي یووالي په حکومت کې به د اصلاحاتو روان بهیر ته د سر په بیعه دوام ورکړي.

ولسمشر غني وویل "له همدې امله باور ولرئ هغوی چې شورماشور کوي د دې لپاره چې د نورو ملیاردونو ډالرو څښتنان نه شي کیدلی د هغوی شورماشور ته زه پاملرنه نه کوم"

افغان ولسمشر وویل، اصلاحات د خلکو په ګټه دي او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د اصلاحاتو په برخه کې خپل آواز اوچت کړي.

که څه هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو د شورا په نننۍ غونډه کې په څرګنده توګه څوک مخاطب نه کړ خو ویې ویل، اوس د اداري فساد په هکله د خبرو او د شعارونو د ورکولو وخت تیر شوی او خلک په خلاصو سترګو هرڅه ویني.

هغه وویل، د اداري فساد پر ضد مبارزې څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل به افغانستان له یو بل کړکیچ سره مخ کړي.