شاته

عمران خان:امریکا دې ١٩ کاله نور افغانستان کې تیر کړي، بی نتیجې به وي

عمران خان وایي امریکا په نورو نولسو کلونو کې هم د افغانستان مسله د جنگ د لارې نه شي حل کولی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په نیویارک کې یو تحقیقاتي مرکز (د نړیوالو اړیکو شورا) ته په وینا کې وویل چې که امریکا د نورو نولسو کلونو لپاره هم په افغانستان کې پاتې شي نو دغه جنگ به مسله حل نه کړي.

عمران خان وویل چې ما په ٢٠٠٨ کال کې هم دا ویلي و چې جنگ د افغانستان د مسلې حل نه دی. هغه وویل چې امریکا په تیرو نولسو کلونو کې په افغانستان کې کامیابي ترلاسه نه کړه نو په نورو نولسو کلونو کې یې هم نه شي ترلاسه کولی. هغه وویل چې د افغانستان د مسلې یواځینې حل خبرې دي.

عمران خان په خپله وینا کې زیاته کړه چې امریکا د روسیې ضد په جگړې کې د جهادیانو نه اتلان جوړ کړل او د سپتمبر ١١ نیټې د پیښې نه وروسته یې د پاکستان نه هم د هغو جهادیانو خلاف د جنگ غوښتنه وکړه.

عمران خان وویل چې افغانان هر څو په خپل ملک کې د یو بل ضد جنگیږي خو چې کله پرې یو بل ملک حمله وکړي نو هغوي متحد د هغه ملک خلاف جنگیږي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم تیره اونۍ ویلي و چې هغه به د امریکا او د طالبانو د مذاکراتو د بیا پیلیدو لپاره هڅې وکړي.

عمران خان دا هم وویل چې هغه غواړي د هند پشمول د ټولو گاونډي هیوادونو سره ښې اړیکې ولري.