شاته
د افغان سولې خبرو لغوه کېدو ته د پاکستان او ایران غبرګونونه
پاکستان د امریکا ولسمشر ټرمپ ورستیو څرګندونو ته غبرګون ښوولی او وايي چې پاکستان به تل پر خپله هغه تګلاره ولاړ وي چې د افغانستان لانجه د جګړې له لارې نه شي حل کېدای. ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو بیا پیل ته خوشبین دی.