BBC
 شاته

طالبان: د راتلونکي پړاو خبرې به ژر او لنډې وي

په دوحه کې د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، دوی له امریکایانو سره احتمالي تړون کې د جنجالي ټکو په اړه خپلې خپل منځي خبرې نهایي کړي او راتلونکو خبرو ته چمتو دي. یادې سرچینې دا هم ویلي، دوی پر اختلافي مسئلو خپل منځي بحثونه بشپړ کړي او د سولې خبرو کې د نهم پړاو لپاره امریکایانو ته په تمه دي.