BBC
 شاته

پاکستان: د ثبت شویو افغان کډوالو اوسېدو موده تر یوه کاله وغځول شوه

پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ثبت شویو افغان کډوالو اوسېدو موده تر یوه کال پورې غځولې ده. له دې مخکې په دغه هېواد کې د مېشت افغان کډوالو د اوسېدو موده د روانې جون میاشتې پر ۳۰ نېټه پای ته رسېده. پاکستان حکومت دغه اعلان اسلام اباد ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له سفر یوه ورځ وروسته کړی.