BBC
 شاته

غني په اسلام اباد کې: طالبان او پاکستان پر یو بل تکیه کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان ښه نیت او مثبت رول خورا مهم دی،‌ ځکه چې، د ده په وینا طالبان او پاکستان پر یو بل ټینګه تکیه کوي. ولسمشر غني دا څرګندونې تېر ماښام پاکستان ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې په یوه ناسته کې وکړې.