BBC
 شاته

امریکا 'د ایران سپاه د وسلو پر سیستم انټرنېټي برید پیل کړی'

امریکايي رسنۍ وايي دغه هېواد د ایراني وسلو پر سیستم وروسته تر هغه برید وکړ چې ولسمشر ټرمپ پر ایران د هوايي برید له هوډه پر شا شو. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا، دا برید د ایران له خوا د امریکا بې پيلوټه الوتکې راغورځول او د تېلو د سمندري ټانکرو سوځولو غچ و چې امریکا یې پر ایران تاوانوي. ‌