BBC
 شاته

"ایران ته د سولې وړاندیز په څېر د امریکا بهرنیو چارو وزیر څرګندونې"

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وايي امريکا له ايران سره پرته له مخ شرطه خبرو اترو ته چمتو ده. ښاغلي پمپيو دا څرگندونې سويزرلنډ (سويس) ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې کولې. سويزرلنډ (سويس) له ١٩٧٠ م کال راهيسې چې د امريکا د تهران سفارت کارکوونکي يرغمل شول، ايران کې د امريکا د ډيپلوماټيکو گټو استازيتوب کړى.